د هلمند چارواکي وايي، د دې ولایت په مختلفو سیمو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دولت لسګونه وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات په کجکي، سنګین او ناوې ولسوالیو کې شوي دي.
دی وایي:
"په ناوې، کجکي او سنګین ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په تصفیوي عملیاتو کې چې په ځینو سیمو کې يې کومانډو سرتېري ترسره کوي، له ۳۰ زیات دولت ضد وسله وال وژل شوي دي."
ښاغلي ځواک وویل، په دې عملیاتو کې دوه افغان سرتېري هم وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.