د بامیان ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د بامیان ـ دوشي سړک کولای شي چې د بامیان ارزښت له اقتصادي پلوه ښه کړي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مدیر علي رضا حسن زاده نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د دغه سړک په جوړېدو سره به د سوداګریزو مالونو د انتقال لپاره ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي او سوداګر به هم د پانګونې لپاره وهڅېږي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ بامیانو ته د سفر پرمهال د دوشي ـ بامیانو سړک د جوړېدو کار پیل کړ.
ولسمشر غني ویلي، د دوشي بامیان د لارې ارزښت په دې کې دی چې د سالنګونو بدیل دی، ځکه سالنګونه بیارغونې ته اړتیا لري او همدارنګه دغه لار د افغانستان مرکز له شمال ختیځ او بیا منځنۍ اسیا سره نښلوي.