د اوکراین په ختیځو سيمو کې چې د بېلتون غوښتونکو په لاس کې دي، نن یکشنبه انتخابات کېږي.
اروپايي اتحادیې پرون په یوه بیان کې د انتخاباتو پلان رد کړ او ویې ویل چې پر نړیوالو قوانینو او د منسک پر موافقې چې د بحران د حل لپاره شوې، تېری کوي.
د اروپايي اتحادیې په بیان کې لیکل شوي چې په لوهانسک او دونېڅک کې انتخابات غیر قانوني او غیر مشروع دي او اروپايي اتحادیه به یې په رسمیت ونه پېژني.
اروپايي اتحادیې پر روسیه هم غږ کړی چې په دې سیمو کې له خپله نفوذه کار واخلي او بېلتون غوښتونکي د منسک د موافقې عملي کولو، اوربند او له سیمې د درنو وسلو ایستلو ته وهڅوي.