د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون پرون شنبه په پاریس کې سره وکتل.
دواړو د پاریس په الېزې ماڼۍ کې د اروپا پر امنیت او په خپلو کې د اختلافاتو د هواري په اړه خبرې وکړې.
تر دې مخکې ټرمپ د فرانسې د ولسمشر وړاندیز چې د اروپا د دفاعي ځواکونو د جوړولو په اړه و، "له سپکاوي ډک" بللی و.
د فرانسې د ولسمشر دفتر وویل چې ډونالد ټرمپ د هغوی پر وړاندیز سم نه و پوهېدلی او د ايمانوېل مکرون هدف د دفاع لپاره پر امریکا د اروپايي هېوادونو د اتکا کمول و.
له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره تر کتنې وروسته، د فرانسې ولسمشر وویل:
"دا منصفانه نه ده چې د اروپا امنیت نن ورځ یوازې د امریکا پر ضمانت متکي دی."
ډونالد ټرمپ ټینګار وکړ چې امریکا له اروپا سره د امنیت په برخه کې د همکارۍ نیت لري، خو د ناټو غړي هم باید خپل دفاعي لګښت زیات کړي.
دی وایي:
"موږ بالکل غواړو چې درسره ودرېږو، موږ غواړو چې مرسته وکړو، برخه واخلو، خو نور هېوادونه هم باید مرسته وکړي، دا به منصفانه وي، ما او ولسمشر (ايمانوئل مکرون) پر دې موافقه کړې ده."
ايمانوئل مکرون وویل چې له ټرمپ سره په یوه نظر دی.
خو ویې ویل چې کله چې ډونالد ټرمپ غواړي چې د امریکا د یوه ایالت امنیت ټینګ کړي، له اروپايي هېوادونو عسکر یا نوره پوځي مرسته نه غواړي، نو له دې امله، اروپايي اتحادیې ته ښايي چې خپل دفاعي قوت زیات کړي او د ظرفیتونو د لوړولو لپاره کار وکړي.