د هرات په پشتون زرغون ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو یو ملا او ښپږ نور وګړي د ترورېستانو د روزنې په تور نیولي دي.
د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل پرون شنبه د نومبر ۱۰مه د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې مشکوکو کسانو د هرا، بادغیس او غور یو شمېر وګړي د ترورېستي حملو لپاره روزلي دي.
د امرخېل په وینا، نیول شوي کسان په پشتون زرغون ولسوالۍ کې د دوو پولیسو په وژلو هم تورن دي.