په ازبکستان کې پینځه کسان په یوه بس موټر کې د جنورۍ میاشت د اورلګېدنې په پېښه کې د لاس لرلو په جرم په پینځو کلونو بند محکوم شول.
په شمال لویدیځ ښار اقتویه کې محکمې نن درې موټر چلونکي او د اسیا ټرانزیټ سرورس دوه کارکوونکي زنداني کړل.
دا کسان د قتل او د اور مړه کولو له لارښونو څخه د سرغړونې په قضیه کې مجرم پیژندل شوي دي.
د روان کال د جنورۍ میاشت په ۱۸مه نېټه په اقتویه کې په یوه بس کې د اورلګېدو له امله ۵۲ کسان مړه شول.