د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي مرستیال او له ترورېزم سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د برخې مشر، ولادیمیر ورونکوف په افغانستان کې د ترورېزم د قربانیانو د درناوي لپاره په کابل کې دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان د ترورېزم پر ضد د مبارزې ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولادیمیر ورونکوف به په دې مناسبت په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسون له لوري په جوړېدونکي کنفرانس کې هم ګډون وکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان د اګسټ میاشتې ۱۷مه هر کال د ترورېزم د قربانیانو د یاد او د هغوی د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې ده.
ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان، بلجیم، عراق، نایجریا او امریکا استازي د تروېزم د قربانیانو په اړه یو نندارتون هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې پرانیزي.