د غزني والي وايي د غزني ښار په بشپړ ډول له طالبانو خالي شوی دی.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي نن دوشنبه سهار له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د غزني ښار په څنډو کې تصفویوي عملیات کوي او وسلهوال طالبان د قلعه قاضي، خوګیاڼو او اندړو خوا ته تښتېدلي دي.
د غزني والي ازادي راډیو ته وویل چې ښايي ۳۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او زخمیان شوي وي، خو دقیقه شمېره بهیې وروسته څرګنده شي.
د هغه په وینا، وسلهوالو طالبانو په غزني ښار کې د ټوکرو او پختې مارکېټونه سوځولي او سوداګرو تهیې مالي تاوان اړولی دی.
د غزني والي وویل چې مخابراتي شبکې فعالوي او د عامې روغتیا ریاست کار پیل کړی.
په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي ادعا کوي چې د ښار په لمنو کې جګړه روانه ده.
د افغانستان د ټرانسپورت وزارت وايي چې د کابل-کندهار لویه لاره بنده ده.