د هسپانیې د فوټبال لیګ «La Liga» نن سې شنبه اعلان وکړ چې له فېسبوک سره یې قرارداد کړی چې له مخې یې په افغانستان، پاکستان او د هند د لويې وچې په نورو هېوادونو کې خلک کولائ شي چې وړیا د دوی مسابقې وګوري.
لومړۍ مسابقه به د سې شنبې په ورځ پر فېسبوک خپرېږي.
د هسپانیې د فوټبال د سیالیو په دریو فصلونو کې ۳۸۰ مسابقې کېږي.
د هسپانیې د فوټبال لیګ د دیجیتل ستراتيژي مشر، الفرېدوبرمیښو ویلي چې د هند د لویې وچې په هېوادونو کې ۳۵۰ میلیونه وګړي له فېسبوکه کار اخلي او دوی غواړي چې له دې لارې د امکان تر حده، له ډېرو خلکو سره ارتباط ټینګ کړي.