ملګري ملتونه د افغانستان د انتخاباتو لور ته د وروستیو پرمختګونو هرکلی کوي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي، یوناما د دفتر پرونۍ اعلامیې وویل چې دوی د پارلماني ټاکنو په اړه د وروستیو پرمختګونو لکه د کاندیدانو د ارزونې، د رأیو د پاڼو د چاپ مهالوېش او نورو تیاریو هرکلی کوي.
خبرپاڼه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو له قوله وايي:
"په داسې حال کې چې د اکټوبر د ۲۰مې پارلماني انتخاباتو ته چمتووالی روان دی، ټول اړخونه باید د شرایطو مطابق او ټاکلي وخت سره سم د انتخاباتو لپاره خپل رول ترسره کړي."
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی زیاتوي چې حکومت، د هېواد سیاسي مشران او ټاکنیز بنسټونه مسئولیت لري چې د باور وړ ټاکنو لپاره ضروري شرایط برابر کړي.
وروسته له دې چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د نوماندانو له نهایي لېست څخه د ځینو محتملو نوماندانو نومونه لیری کړل، یو شمېر حذف شویو نوماندانو د انتخاباتو د کمېسیون مخې ته د اعتراض خیمه درولې.
ځینو اعتراض کوونکو پرون هڅه وکړه چې د انتخاباتو د کمېسیون دروازه هم وتړي.
دغهراز د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورڅېرمه پرونۍ چاودنه کې یو پولیس مړ او بل ټپي شو.