افغان دفاعی او امنیتي چارواکي وایی وسله طالبان دغزني ښار له ډیرو برخو ایستل شوي دي.
دافغانستان دفاع وزارت وايي اوس مهال دښار په سلو کې نوي برخه ددولتي ځواکونو په ولکه کې ده .
ددفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید تیره شپه آزادی راډیو ته وویل :
،، دغزنی ښار لومړۍ او دوهمه ناحیه بیرته فعالې شولې. دمحبس لور ته سړک تصفیه شو . هلته اکمالات هم وشول بندیانو لپاره ، اوبه او ډوډۍ هم ورسول شول . ددې ترڅنګ نوي فیصد دغزنی ښار دامنیتی ځواکونو ترکنټرول لاندې دی لس فیصده دبهلول باغ خواته یوڅه مزاحمتونه روان دي.،،
دغه راز دکورنیو چارو دوزارت ویاند نجیب دانش هم تیره شپه وویل چې دولتی ځواکونو دغزني دښار ډیری برخې ترخپل کنټرول لاندې راوستي دي .
دفاع وزارت وايی په غزني ښار کې دتیرو څلورو ورځو دجګړو په ترځ کې ۱۹۴ کسه وسله وال طالبان ، تر۴۰ پورې ولسی خلک او دیرش عسکر وژل شوي دي .