دعراق صدراعظم په ایران باندې دامریکا دبندیزونو په اړه دخپل دریځ څخه دفاع وکړه .
حیدر العبادی یوې خبرې غونډې ته وویل :
،، ځینې خلک په مونږ باندې فشار راوړي چې دعراق د ولس د منافعو په وړاندې دیو شمیر ډلو ټپلوګټو ته ترجیح ورکړو. او دا امکان نه لري .،،
حیدرالعبادی تیره اونۍ وویل چې بغداد سره لدې چې په ایران باندې دامریکا نویو بندیزونو سره موافق نه دی خوپه پام کې یې نیسي او عملی کوي یې .
دعراق صدارت وروسته وویل چې صدراعظم عبادي ایران ته خپل سفر لغو کړ.
یو شمیر ډلو چې تهران سره نږدې اړیکې لري او په ځانګړې توګه عصائب الحق او د بدر ډلو دعبادی په دریځ انتقاد وکړ.
په بغداد کې دایران د روحاني مشر آیت الله خامنه ای یو استازی هم دتیرې یکشنبې په ورځ په صدراعظم عبادي انتقاد وکړ.