د میدان وردګ ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په دغه ولایت کې د اعتراض کوونکو لهخوا د کابل-کندهار او کابل-بامیان تړل شوې لویه لاره د ټرافیکو پر مخ خلاصه شوې.
د والي ویاند عبدالرحمان منګل نن پنجشنبه ازادي راډيو ته وویل چې اعتراض کوونکو تېره ورځ ناوخته وروسته له هغې دغه لارې بېرته د ټرافیکو پر مخ خلاصې کړي چې د دغه اعتراض کوونکو یوې ډلې د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره وکتل.
نوموړي وویل، حنیف اتمر ورسره ژمنه کړې چې ټولو غوښتو ته بهیې مثبت ځواب ووایي.
خو د دغه اعتراض یوه غړي د ولایتي شورا غړي شریفالله هوتک ازادي راډيو ته وویل چې د ولایت د مقام مخې ته د تحصن خیمه به تر هغو ټوله نهکړي چې ټولې غوښتنې یې عملاً پوره شوې نهوي.
د اعتراض کوونکو یوه غوښتنه دا ده چې د دې ولایت نوم دې په ټولو رسمي ادارو، مکتوبونو او نویو برښنایي تذکرو کې میدان وردګ ولیکل شي.