پر غزې تراړه نن پنجشنبه د اسرائیلي الوتکو په بمبارۍ کې درې فلسطینیان وژل شوي دي.
په همدې حال کې فلسطیني وسلهوالو له غزې تراړې پر اسرائیل راکټي بریدونه کړي دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکو وویل، په بمبارۍ کې یوه امیندواره مېرمن، د هغې یو کلنه لور او د حماس ډلې یو وسلهوال وژل شوي دي.
د فلسطینیانو په راکټي بریدونو کې بیا لږ تر لږه ۷ اسرائیلیان ژوبل دي.
د اسرائیل پوځ وايي، جنګي الوتکو يې په غزه کې د حماس ډلې په اهدافو بریدونه وکړل.
له ۲۰۰۷ میلادي کال راپه دېخوا له کله نه چې حماس د غزې کنټرول واخیست د دې ډلې او اسرائیل ترمنځ تر اوسه پورې درې ځله جګړه شوې ده.