د کابل له ۱۲ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو د فوټبال غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن اتحاد لوبډلې رسول شهید لوبډلې ته ۳ د ۲ په مقابل کې ماتې ورکړه.
دغه سیالۍ چې د روان لمریز کال د غبرګولي په ۱۰مه نېټه په کابل کې د نهو لوبډلو ترمنځ پیل شوي تر سرطان میاشتې به دوام وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د دغو سیالو د ترسره کولو موخه په دې هېواد کې د فوټبال وده او د ځوانانو پرمختګ بلل شوی دی.
دغه سیالۍ چې په اوونۍ کې دوه ورځې پنجشنبه او جمعه ترسره کېږي ټاکل شوې د جمعې ورځې په لوبه کې د اردو او د کوثر لوبډلې سره مخامخ شي.