فرانسې، جرمني او بریتانیا پر ایران د امریکا له لوري د لګېدلو بندیزونو څخه د معافیت وړاندیز کړی دی.
دغو اروپایي هېوادونو چې د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون برخهوال دي، په یوه لیک کې د امریکا لوړپوړو چارواکو څخه غوښتنه کړې چې هغه اروپایي شرکتونه چې له ایران سره سوداګري لري، له مجازاتو معاف کړي.
د جرمني، فرانسې او بریتانیا د بهرنیو چارو او مالیې وزیران او هم د اروپاېي اتحادیې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې دغه لیک د جون په ۴مه د امریکا د خزانې او بهرنیو چارو وزارتونو ته استولی دی.
دا اقدام داسې مهال شوی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې میاشتې په لومړیو کې د ایران له اټمي تړونه ووت او پر ایرانیې د نورو بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ.
د امریکا په اعلان هغه کمپنۍ چې د دغو بندیزونو څخه سرغړونه وکړي او له ایران سره سوداګرۍ ته دوام ورکړي، جریمه کېږي.
اروپایې هېوادونو امریکا ته په استول شوي لیک کې د ځینو ځانګړو برخو لپاره د جریمې څخه د معافیت وړاندیز کړی چې په هغه کې د درملو، انرژۍ، د موټرو صنعت، ملکي هوایې چلن، زیربنایي او بانکي برخې شاملې دي.