د عراق د پلازمېنې بغداد په صدر سیمه کې پرون د ورځې ناوخته د وسلو او مهماتو په یوه ډیپو کې د چاودنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او په لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د بغداد د امنیتي چارو قوماندانۍ په یوه بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو څېړنه پیل کړې ترڅو معلومه کړي چې د مهماتو په ډیپو کې د دغې چاودنې علت څه و.
د پولیسو چارواکو وویل، داسې ښکاري چې په یوې وسلهوالې ډلې پورې تړلي د توغندیو او توپونو په ګډون د درنو وسلو له امله به دغه چاودنه شوې وي.
د پولیسو په وینا په دې چادونه کې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي او شااوخوا ۹۰ تنه ټپیان شوي دي.
روغتیایي سرچینو هم د مرګ ژوبلې دغه شمېره تأیید کړې او ویلي يې دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.