د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، سره لهدې چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورني او بهرني پانګهوال پانګونې ته لېوالتیا لري، خو د ناامنۍ له امله دلته پانګې اچونې ته زړه نه ښه کوي.
د دې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن پنجشنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډيو ته وویل چې د افغان پانګهوالو ترڅنګ ایراني، ترکي، چینايي، هندوستاني او پاکستاني پانګهوال هم علاقه لري چې د معدن، کرنې او انرژۍ په صنعت کې پانګونه وکړي، خو د ده په وینا پهدې هېواد کې ناامني، اختطاف او انتحاري حملې د دوی د پانګونې مخه نیولې ده.
ښاغلی پسرلی وايي، په هېواد کې د امنیت د نه موجودیت له امله درې نړیوال نندارتونونه چې ټاکل شوې وه، په افغانستان کې جوړ شي لغوه شول.
دی له امنیتي ارګانونو غواړي چې د پانګهوالو امنیت ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.