د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن بروکسل ته روانېږي
تر هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر اعلان وکړ چې هېواد يې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له اټمي موافقې وځي، دا د ایران د بهرنیو چارو د وزیر درېیم سفر دی چې د موافقې له نورو غړو هېوادونو سره د خبرو لپارهيې پېل کړی دی.
له ایران سره اټمي موافقه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وشوه چې پر امریکا سربېره، چین، روسیې، بریتانیا، فرانسې او جرمني هم لاسلیک کړې ده.
ظریف به نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني او د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وګوري.
د بریتانیا، فرانسې او جرمني حکومتونو ویلي چې د اټمي موافقې د خوندي ساتلو ټولې هڅې به وکړي.
د اټمي توافق له مخې پر ایران د نړیوالو یو شمېر اقتصادي بندیزونه کم شول او په بدل کې یې ایران د خپلو اټمي هڅو د محدودولو ژمنه وکړه.