د ازبکستان ولسمشر سبا چهارشنبه امریکا ته ځي
په سپینه ماڼۍ کې د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو کتونکې، لیزا کورټس پرون وویل چې قدرت ته د میرضیایف تر رسېدو وروسته، په ازبکستان کې ښه پرمختګ شوی دی.
خو هغې دا هم وویل چې امریکايي چارواکي به پر میرضیایف ټینګار وکړي چې د هغو ستونزو د حل لپاره چې له ډېرې مودې د ازبکستان خلک ورسره لاس او ګرېوان دي، لکه پر بشري حقونو تېری، د مذهب ازادي محدودیت او د مطبوعاتو ازادي چې د لیزا کورټس په وینا، اصلاح تهیې اړتیا ده.
د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف به سبا په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.
د ازبکستان حکومت وړمه ورځ، د میرضیایف د سفر په درشل کې امریکا ته د ښه نیت څرګندولو لپاره د بشري حقونو یو مدافع، فخرالدین طلایف چې تقریباً څلور کاله زنداني و، خوشې کړ.
د بشري حقونو د څارنې نړیوالو ادارو ویلي و چې طلایف د سیاسي عقدې له مخې زنداني شوی و.