کندهار او زابل کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي
کندهار کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې د کندهار په ميوند او خاکرېز ولسوالیو کې ۱۵ وسلهوال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې قول اردو ځواکونو د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال هم ۷ وسلهوال وژلي او درې نور يې ژوبل کړي دي.
وسلهوالو تر اوسه د دې عملياتو په اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.