د څرخي پله په زندان کې د اوبو د تصفیې یوه لویه پروژه پرانیستل شوه
د دغې پروژې د بنسټ ډبره د دوشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا د سفیر جان بس او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په حضور کې، په څرخي پله په زندان کې کېښودل شوه.
د دغه زندان د اوبو د تصفیې چارې لس میلیونه ډالره لګښت غواړي چې په یوه کال کې به د امریکا له لورې ورکړل شي.
په کابل کې د امریکا سفارت د اعلامیې له مخې، د دې پروژې په بشپړېدو سره به په دغه زندان کې تر ۱۴ زرو ډېر بندیان له پاکو او تصفیه شویو اوبو برخمن شي.