په امريکا کې دوه چچنيايي سړي چې د واشنګټن په مربوطاتو کې يې ژوند کاوه، چچنيا ته چې د روسيې يو جمهوريت دى، د وسلو په قاچاق تورن شوي دي.
د امريکا د څارنوالۍ دفتر د اعلاميې په حواله، ٢٨ کلن تنګيز سيديکوف او ٢٧ کلن ايلدار رضوانوف پرون سې شنبه د وسلو د قاچاق او نورو جرمونو په تور ونيول شول.
په هغه جنايي شکايت کې چې د دوى په اړه ثبت شوى، راغلي چې دوى د ويرجنيا ايالت د الکساندريا سيمې اوسېدونکي دي چې څه باندې ١٠٠ داسې وسلې يې رانيولې وې چې بسته بندي شوې نهوې او هڅهيې کوله چې له جواز پرتهيې چچنيا ته ولېږدوي.
د محکومېدو په صورت کې به هر يو په ۲۰ کلن بند محکوم شي.