د مزار شریف ښاروالۍ مسؤلین وايي چې د راتلونکي نوروز جشن د لمانځنې لپاره چمتووالی نیول شوی، او سربېره پر دې چې د روضې شریفې د صحنې پر ښکلا کار پيل شوی د ښار په مختلفو سیمو کې نیالګي هم کېنول کېږي.
د مزار شریف ښاروالۍ مرستیال عتیقالله وهابزاده وايي چې د نیالګیو او مرسل ګلونو د کېنولو لړۍ نن پيل شوه چې تر دوه اوونیو پورې به دوام وکړي.
هغه زیاته:
"د نوروز لپاره په بلخ ولایت کې چمتووالی نیول شوی دی، موږ د ښار د ښکلا لپاره کارونه پیل کړي، نن مو د نیالګیو د غرس لړۍ پيل کړه او تر راتلونکو دوه اوونیو به دوام ولري."
د مزار شریف ښاروالۍ مسئولان وايي تر راتلونکې یوې میاشتې به بلخ د ۱۳۹۷ کال د نوروز په جشن کې د څه باندې ۷۰ زره کسانو کوربه وي چې د هېواد له مختلفو ولایتونو او له بهر څخه به د دهقان مېلې او د لاله ګل د جشن د لمانځنې لپاره مزار ته راځي.
په ورته وخت کې د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند شیر جان درانی هم وايي چې د ۱۳۹۷ کال د نوروز جشن د ښې لمانځنې لپاره هر ډول امنیتي تیاری نیول شوی دی.
په داسې حال کې چارواکي په مزار شریف کې د نوروز جشن لپاره د فرهنګي او امنیتي چارو له چمتووالي خبر ورکوي چې د مزار شریف اوسېدونکي په دې ښار کې د زیاتېدونکې نا امنۍ په اړه اندېښمن دي.