په داسې حال کې چې ملګروملتونو په سوریه کې د اوربند د عملي کېدو غوښتنه کړې، د سوریې دولتي الوتکو پرون پنجشنبه د پنځمې پرلهپسې ورځې لپاره په ختیځ ښار غوطه کې هوايي حملې وکړې.
له دې سره په یوه وخت کې دولتي ځواکونو پر غوطه ښار چې د وسلهوالو یاغیانو کلک سنګر ګڼل کېږي، د توپونو ډزې هم وکړې.
ملګروملتونو د دې بمباریو د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې. د سوریې لپاره د ملګروملتونو د بشري مرستو تنظیموونکي پانوس مومځیس Panos Moumtzis پرون پنجشنبه وویل، په دې بمباریو کې چې له یکشنبې ورځې راهیسې روانې دي تردې دمه ۳۷۰ کسان وژل شوي او له ۱۵۰۰ زیات ټپیان دي.
په عین حال کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوه پریکړهلیک پرمسودې چې په ټوله سوریه کې د ۳۰ ورځو په مخه د اوربند د ټینګېدو غوښتنه کوي، خبرې وکړې.
په ملګروملتونو کې د روسیې استازي واسیلې نبنزیا غونډې ته وویل چې د دغه پریکړهلیک د مسودې په اړه چې سوېډن او کويټ وړاندې کړې، د متن په اړه یې توافق نهدی شوی او ده یو تعدیل شوی متن وړاندې کړی دی.
د جرمني صدراعظمې انګېلا مېرکل پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې له غړو وغوښتل چې پر روسیه او ایران فشار زیات کړي، څو په سوریه کې تشدد پای ته ورسوي، خو د کریملېن ویاند دیمیتري پیسکوف د دې څرګندونو په ځواب کې وویل، د روان حالت مسؤلیت د هغو پر غاړه دی چې د ترورېستانو ملاتړ کوي.
روسیې او ایران د سوریې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد له رژیم سره خورا زیاته مرسته کړې. په همدې حال کې روسي رسنیو راپور ورکړی چې مسکو دمشق ته د سو ۵۷ جټ الوتکو په ګډون نورې جنګي الوتکې استولي.