د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ ریاست وايي، په دغه ولایت کې د جاويد افغان په نوم د اوسپنې ویلي کولو کارخانه به ډېر ژر د هېواد په کچه د اوسپنې د ویلو کولو دوهمه ستره کارخانه شي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ رئیس شیر علم املهوال نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د اوسپنې د ویلي کولو دغه کارخانه اوسمهال په ننګرهار ښار کې فعالیت لري چې ټاکل شوې ډېر ژر به له ښاره شیخ مصري صنعتي ښار ګوټي ته انتقال او خپل فعالیتونه لا پراخ کړي.
ښاغلی املهوال وايي، دغه کارخانه اوس مهال دوه ساعته فعالیت لري چې په دغه وخت کې اووه ټنه سیخ ګول توليدوي چې د نویو فعالیتونو سره به يې د تولید کچه دوه برابره شي.
د ننګرهار د سوداګرۍ رئیس په خبره تر خان سټيل وروسته دا د اوسپنې د ویلي کولو دوهمه لویه کارخانه ده چې شاوخوا درې میلیونه ډالره پانګونه پرې شوې.