د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې خصوصي سکټور ته ۹۵ سلنه مالیاتي جرایم بخښل شوي دي.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پرېکړه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په غوښتنه شوې او سوداګرو ته ۹ میاشتې وخت ورکړل شوی چې د پنځه سلنه مالیاتي جرایمو په ورکولو سره خپل لغوه شوي جوازونه بېرته واخلي.
ښاغلی پسرلی وايي، د حکومت دا شان پرېکړې به سوداګر ډېرې پانګونې ته وهڅوي چې ورسره خلکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.
د حکومت د دغې پرېکړې له مخې هغه مالیه ورکوونکي چې له ۱۳۸۱ کال څخه تر ۱۳۹۶ پورې یې خپل مالیاتي جرایم نهوي تصفیه کړي، د دوی د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه په داسې حال کې چې اصله مالیه او ۵ سلنه مالیاتي جریمه ورکړي له پاتې ۹۵ سلنې مالیاتي جریمې نه معافېږي او دا پروسه به تر راتلونکو نهو میاشتو پورې دوام وکړي او په هېڅ ډول د تمدید وړ نهده.