د بریتانیا شاهي هوايي ځواک وايي چې پرونیې د خپل هېواد فضايي قلمرو ته نږدې د دوو روسي ستراتېژیکو بم غورځوونکو جېټ الوتکو د موندلو هڅه وکړه.
د بریتانیا هوايي ځواک وايي، وروسته له دې چې د روسیې «TU- 160» بلک جک بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا خوا ته ورنږدې شوې نو دوی د سکاټلنډ له یوې پوځي هوايي اډې څخه خپلې تایفون الوتکې د بېړني خبرداري لپاره د هغو مخې ته ورواستولې.
د دې ځواکونو لهخوا په دې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې روسۍ الوتکې له دې مخکې د یو شمېر دوستو هېوادونو د الوتکو په وسیله څارل کېدې او بالاخره د بریتانیا شاهي هوايي ځواک په شمالي بحیره کې وموندلې.
بیان زیاتوي چې روسۍ الوتکې د بریتانیا قلمرو ته په هېڅ ساحه کې هم نهدي ننوتلي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې یوې جوړې الوتکو یې له نړیوالو معیارونو سره سم د ناروې او د شمال بحیرې پر سر په نړیوالو اوبو کې ۱۳ ساعته تمریني پرواز ترسره کړ.