د افغاني غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۷۰۰ زره متر غالۍ او فرش بهرته صادر شوي دي.
د دغې ټولنې مشر قربان علي جمشید زاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، سږ کال د غالیو صادرات ۶۵ سلنه امریکا، ۲۵ سلنه اروپايي هېوادونو او ۱۰ سلنه نورو هېوادونو ته وو.
ښاغلی جمشید زاده وايي، په ۱۳۹۶ مالي کال کې بهر ته د پروسس شویو افغاني غالیو صادرات ۳۰ سلنو ته ورسېدل چې مخکې دغه رقم ۱۵ سلنه وو.
دی زیاتوي تېر کال پاکستان ته د غیر پروسس شویو غالیو صادرات ۸۵ سلنه وو، خو سږ کال دغه رقم ۷۰ سلنې ته راټیټ شوی دی.
د نوموړي د معلومات له مخې اوسمهال لرګي رنګه افغاني غالۍ په نړیوالو مارکېټونو کې تود بازار لري.