د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېر ماښام د کابل په وزیر محمد اکبر خان سیمه کې راکټي برید ځاني او مالي تاوان نهدرلود.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې د ا رد کړه چې ګواکې دوه راکټونه دې پر کابل ویشتل شوي وي.
نوموړی وايي:
"دوه بریدونه نهدي، یو راکټ د لسمې حوزې اړوند د وزیر محمد اکبر خان په ۱۴ سړک کې لګېدلی دی. له نېکهمرغه تلفات نهلري. دا توغندی د یوې مخابراتي شبکې تر څنګ لګېدلی، خو زیانیې نهدی اړولی."
تر اوسه معلومه نهده چې دا راکټ له کوم لوري ویشتل شوی دی.
د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی.