د بریتانیا شاهي هوايي ځواک وايي چې پرون یې د خپل هېواد فضايي قلمرو ته نېږدې د دوو روسي ستراتیژیکو بم غورځوونکو جېټ الوتکو د موندلو هڅه وکړه.
د بریتانیا هوايي ځواک وايي، وروسته له دې چې د روسیې TU- 160 بلک جک بم غورځوونکې الوتکې د بریتانیا خوا ته ورنېږدې شوې نو دوی د سکاټلنډ له یوې پوځي هوايي اډې څخه خپلې تایفون الوتکې د بېړني خبرداري لپاره د هغو مخې ته ورواستولې.
د دې ځواکونو له خوا په دې اړه په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې روسۍ الوتکې له دې مخکې د یو شمېر دوستو هېوادونو د الوتکو په وسیله څارل کېدې او بالاخره د بریتانیا شاهي هوايي ځواک په شمالي بحیره کې وموندلې.
بیان زیاتوي چې روسۍ الوتکې د بریتانیا قلمرو ته په هیڅ ساحه کې هم نه دي ننوتلي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي دي چې ېوې جوړې الوتکو یې له نړیوالو معیارونو سره سم د ناروې او د شمال بحیرې پرسر په نړیوالو اوبو کې دیارلس ساعته تمریني پرواز ترسره کړ.