د جاپان صدراعظم د یوګوسلاویا له وېشل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره بلګراد ته ولاړ.
شینزو آبې ته چې د جګپوړو چارواکو او جاپاني سوداګرو په ګډون د پلاوي په مشرۍ صربیا ته تللی دی د ولسمشر الکساندر وچیچ له خوا هرکلی وویل شو.
ټاکل شوې چې د جاپان صدراعظم به له خپل سرب سیال او د دې هېواد له نورو چارواکو سره هم وګوري.
ښاغلي آبې ویلي دي چې صربیا د لوېدیځ بالکان د ثبات کلي ده.
جاپاني چارواکو ویلي چې صربیا ته د صدراعظم آبې د سفر هدف د دواړو هېوادونو د اقتصادي او ډيپلوماټیکو اړیکو پراخول دي.
له دې مخکې د جاپان یوه پخواني صدراعظم یوسو هایرو پر ۱۹۸۷ کال هغه مهال سفر کړی و چې بلګراد د یوګوسلاویا پلازمېنه وه.
ټاکل شوې چې شینزو آبې به اروپا ته د خپل پنځه ورځني سفر په ترڅ کې پر صربیا سربېره استونیا، لاتویا، لیتوانیا، بلغاریا او رومانیا ته هم ولاړ شي.