د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه له حکومت څخه غواړي چې د امنیتي پېښو له زیامن شويو سوداګرو، سوداګرېز شرکتونه او تأسیسات له مالیاتو معاف او ورسره نغدي مرسته یا هم پور ورکړي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلي دغه څرګندونې له ازادي راډیو سره د کابل سټار هوټل د بیارغونې او بیا ځلي کار د پیل په تړاو وکړې او ټینګار یې وکړ چې افغان حکومت باید په دغه هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا په هدف امنیت ټینګ کړي.
کابل سټار هوټل چې اته میاشتې مخکې د کابل زنبق څلور لارې ته څېرمه په ټانکر بم چاودنه کې یې تأسیسات اغېزمن شوي وو، د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۵» یې بیا په کار پیل وکړ.