د افغاني غالیو تولیدي او صادراتي ټولنه وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې ۷۰۰ زره متر غالۍ او فرش بهرته صادر شوي دي.
د دغې ټولنې مشر قربان علي جمشیدزاده نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل، سږکال د غالیو صادرات ۶۵ سلنه امریکا، ۲۵ سلنه اروپايي هېوادونو او ۱۰ سلنه نورو هېوادونو ته وو.
ښاغلی جمشیدزاده وايي، په ۱۳۹۶مالي کال کې بهر ته د پروسس شویو افغاني غالیو صادرات ۳۰ سلنو ته ورسېد چې مخکې دغه رقم ۱۵ سلنه وو.
دی زیاتوي تېرکال پاکستان ته د غیر پروسس شویو غالیو صادرات ۸۵ سلنه وو خو سږکال دغه رقم ۷۰ سلنې ته را ټېټ شوی دی.
د نوموړي د معلومات له مخې اوسمهال لرګي رنګه افغاني غالۍ په نړیوال مارکېټونو کې تود بازار لري.