منیره یوسف زاده: د بلخ نوی والي به ډېر ژر رسماً معرفي شي
د دې ادارې وياندې منيره يوسف زاده نن ازادي راډيو ته وویل، دا اداره مکلفه ده چې په دې اړه د ولسمشر حکم عملي کړي.
نوموړې وویل:
"د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مسؤلیت لري چې د ولسمشر حکم عملي کړي او هغه ته ژمنه ده او موږ به د بلخ نوی والي چې انجنیر داود دی، هغه رسماً په بلخ ولایت کې سیمه ییزو چارواکو او خلکو ته معرفي کوو."
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور چې استعفا یې ارګ منظوره کړې، بیا وایي چې دی اوس هم والي دی او خپل کار ته به ترهغه دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند رهبري له ده د دریځ د بدلېدو غوښتنه وکړي.