په روسيه کې د ازادې اروپا راډیو بندي خبریالې السو کورماشېوا ویلي دي چې یوه ورځ به بې ګناه ثابته شي. کورماشېوا، چې د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري، د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د روسيې پولیسو په دې تور ونیوله چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده. د نوموړې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین پر خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه بې اساسه بللي او ويلي يې دي چې هغه ځکه نيول شوې چې "خبریاله او امريکايۍ" ده. Читать дальше...
په افغانستان او پاکستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله د تلفاتو شمېر په ډېرېدو دی. په تېرو څلورو ورځو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له کبله په دې هېوادونو کې نږدې ۱۴۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې پاکستان په نړۍ کې د تور ژیړي یا هېپاټایټس سي تر ټولو زیات مریضان لري. هغه سازمان په وروستیو کې د ۲۰۲۴ز کال لپاره په خپل رپورټ کې ویلي دي چې په پاکستان کې ۸۸ لکه وګړي په هېپاټایټس اخته دي. د ۲۰۲۳ز کال د سرشمېرنې له مخې د پاکستان ابادي ۲۴۱ مېلیونه ده. په تېرو کلونو کې په نړۍ کې د هېپاټایټس د بي او سي قسمونو تر ټولو زیات رنځوران په مصر کې ول او هلته د ناروغۍ د خپرېدو مهم لامل په نامحفوظه ډول د ستنو (انجکشنو یا پیچکاریو) استعمال ښوول شوی وو. دا په داسې حال... Читать дальше...