کابل کې د یوې ځوانې ښځې مرموز مرګ؛ خلک د پراخو څېړنو غوښتنه کوي
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د یوې ۱۷ کلنې ناوې؛ مړینې د ښځو د حقونو فعالانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، یوه ۱۷ کلنه نوې ناوې په کابل کې له واده شاوخوا یوه نیمه میاشت وروسته په "مشکوک" ډول مړه شوې ده.