د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې په ځینو هېوادونو به د ویزو بندیز ولګوري
دغه وزارت دا خبرداری د ناقانونه کډوالو په بېرته ستنولو کې د یو شمېر هېوادونو د نه همکارۍ په خاطر ورکړی دی.ډېر ګواښ افریقايي هېوادونو له هغې ډلې انګولا، نامیبیا او کانګو جمهوریت ته متوجه دی.بریټانیا سږ کال تر جون پورې د کار، زده کړو، کورنۍ،بشري مساییلو په خاطر لږ تر لږه ۸۳۴زرو کسانو ته ویزې ورکړي چې په قانوني توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.دا خلک اکثر د هند، چین، پاکستان، او امریکا اتباع دي.برعکس هغه کسان چې په ناقانونه توګه بریټانیا ته تللي او دغه هېواد یې د اکثرو د ایستلو ګواښ کړی په سر کې یې د افغانستان نوم راغلی.له هغو ټولو نږدې ۴۲نیمو زرو کډوالو چې له غیر عادي لارو بریټانیا ته رسېدلي اول سر کې افغانان دي چې شمېر یې نږدې ۶۶۰۰ ته رسیږي.بریټانوي حکومت د ناقانونه کډوالو پر ضد د سختو پالیسیو د لګولو په لټه کې دی.تمه کېږي چې د دایمي اقامې لپاره د استوګنې موده ۲۰ کلونو ته وغځول شي او که د ځینو پناه غوښتونکو هېوادونه امن وګڼل شي بېرته ور استول کېدی هم شي.