د افغانستان د کرکټ ملي ټیم نن جمعه د زیمبابوې په وړاندې خپله دویمه شل اووره مسابقه کوي.
افغانستان د چهارشنبې په ورځ په هرارې کې خپله لومړۍ مسابقه کوربه هېواد زیمبابوې ته بایللې وه.
دواړو هېوادونو ترمنځ به درېیمه شل اووره مسابقه سبا شنبه وشي.
بیا به دواړه هېوادونه درې پنځوس اووره مسابقې هم وکړي، چې لومړۍ به یې د سې شنبې په ورځ وشي او دواړه هېوادونه بیا یوه ټیسټ لوبه هم کوي.