د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د چنازې مراسم نن ـپنجشنبې) تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې په خپل پلرني ولایت، پکتیا کې ترسره شول.
د خلیل الرحمن حقاني د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د کابینې یو شمېر غړو، د ریاست الوزارت سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ګډون کړی وو.
د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د دغه وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.
د هغه وراره انس حقاني رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې ۶ تنه نور هم وژل شوي دي.
د اسلامي دولت ډلې (داعش) د دغه برید مسوولیت منلی دی.
خلیل الرحمن حقاني د طالبانو د حکومت د سرپرستې کابینې لومړنی غړی دی چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې ډلې له واک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې وژل کیږي.
نوموړی د سراج الدین حقاني تره او د حقاني کورنۍ د بنسټګر جلال الدین حقاني ورور دی.