د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه او ایران په " کمزوري موقف" کې دي.
هغه پرون یکشنبه پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل یوه پوست کې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین غږ کړی چې د اوکراین نژدې درې کلنه جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ چې د ایران او روسیې له ملاتړه برخمنه وه، وپرزېده او واک مخالفانو ته په لاس ورغی.
ټرمپ ویلي، روسیه او ایران د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد ملاتړ ته ځکه ورنغلل چې "اوس په کمزوري حالت کې دي."
ټرمپ ویلي، روسیه د اوکراین د جګړې او ناوړه اقتصاد له کبله کمزورې شوې او ایران د اسراییل د جګړې له کبله.