په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له وفاقي حکومته غوښتي دي چې د پناه غوښتونکو افغانانو خوندیتوب دې باوري کړي.
په اسلام اباد کې د هغې ادارې ویاند قیصر خان اپرېدي د نومبر پر ۲۸ په بیان کې ویلي دي چې یو اېن اېچ سي ار د پاکستان په پلازمېنه کې له راتلونکي کال څخه پر افغانانو د محدودیتونو د خبرونو په اړه د هغه هېواد له چارواکو سره په رابطه کې دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد او راولپېنډۍ د پولیسو مشرانو ویلي چې د تحریک انصاف د زنداني بنسټګر عمران خان د خوشې کولو لپاره یې د احتجاج پر مهال د تاوتریخوالي پر سر د ۶۴ افغانانو په ګډون تر ۱،۱۵۰ زیات کسان نیولي دي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي پر هم هغه ورځ وویل چې د ډېسېمبر تر ۳۱مې وروسته به هغه افغانان په اسلام اباد کې نه پرېږدي چې هلته د اوسېدو اجازتنامه نه لري. د یو اېن اېچ سي ار ویاند قیصر خان اپرېدي په بیان کې زیاته کړې ده چې په پاکستان کې اوسېدونکي زیاتره افغان کډوال د هېواد د قوانینو پابندي کوي او د هغوی وضعیت ته له بشردوستانه زاویې لیدل په کار دي.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. خو د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ورغلي دي.
په اسلام اباد کې زیاتره هغه افغانان مېشت دي چې په بهرنیو هېوادونو ته د تللو په انتظار هلته د لنډې مودې لپاره مېشت دي.