د لبنان پر پلازمېنه بیروت د اسرايیل په تازه هوايي حملو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ګڼشمېر نور ټپیان دي.
په همدې حال کې ډیپلوماتان د اسرايیل او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د اوربند پر موافقه د سلا کېدو هڅه کوي.
د لبنان د ملکي دفاع بنسټ ویلي، دا ابتدايي شمېرې دي، ځکه د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې کارکوونکي په نړېدلو ودانیو کې په خلکو پسې ګرځي.
دا تر یوې اوونۍ په لنډه موده کې د لبنان په پلازمېنه بیروت کې څلورمه حمله ده.
دا حملې داسې وخت زیاتې شوي، چې د امریکا استازي اموس هوکشټاین تېره اوونۍ سیمې ته سفر کړی، چې هدف یې د اسرايیل او د لبنان د حزبالله ډلې ترمنځ د ۱۳ میاشتنۍ جګړې د ختمولو لپاره د اوربند پر موافقه سلا کېدل دي.
د اسرايیل او حزبالله ډلې ترمنځ دغو وسلهوالو شخړو په وروستیو دوو میاشتو کې د بشپړې جګړې بڼه خپله کړې ده.
د لبنان حزبالله یوه پوځي او سیاسي ډله ده چې د امریکا متحدایالتونه یې د یوه تروریستي سازمان په توګه پېژني، خو اروپايي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه په تور لېست کې شامله کړې ده.
حزبالله د لبنان د جنوب پر زیاتو کنټرول لري، د سیاسي برخې استازي یې د لبنان په پارلمان کې حضور لري.
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو لهمخې د اسرايیل په بمباریو کې تر ۳۵۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۱۵زرو زیات نور ژوبل شوي دي.
د دغو شخړو او جګړې له کبله د لبنان د ټولو وګړو یو پر درېیمه برخه یعنې ۱۲لکه کسان کډې کولو ته اړ شوي دي.
د اسرايیل په شمال کې د توغندیو، بېپيلوټه الوتکو او میزاییلو د حملوله کبله دغه راز په لبنان کې دننه د جګړې په نتیجه کې د اسرايیل ۹۰ سرتېري او نږدې ۵۰ ملکیان وژل شوي دي.