Добавить новость


World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ایران: د داعش مهم مشران له منځني ختیځ څخه افغانستان ته تللي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وايي، د داعش مشران او جنګي کسان له سوریې، لېبیا او عراق څخه افغانستان ته تللي دي.


ده د ایران ایسنا خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، ټولو ته څرګنده ده چې د داعش مشران او جنګي عناصر په وروستیو میاشتو کې له عراق، سوریې او لیبیا څخه افغانستان ته لېږدېدلي او دا په افغانستان کې د اوسنیو واکمنانو په وړاندې یوه ننګونه ده.


ده په دې اړه څه ونه ویل چې د کومو شواهدو یا اسنادو پر اساس وايي چې د داعش غړي له یادو درو هیوادونو افغانستان ته لېږدېدلي او یا له کومې لارې افغانستان ته تللي دي.


افغانستان له عراق، سوریې او لیبیا سره پوله نه لري او ایران د عراق او افغانستان ترمنځ پروت هیواد دی.


خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د داعش حصور خپل هیواد ته ګواښ وباله، ویې ویل، ایران له افغانستان سره ۹ سوه کیلومتره پوله لري، نو د افغانستان هرراز ناامني د ایران پر امنیت، او په سرحدي ولایتونو کې پر ټولنیزو شرایطو اغېز کولی شی.


د ملګروملتو د امنیت شورا د تېرې میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې په افغانستان کې د داعش د غړیو شمېر د ۴ زرو او ۶ زرو ترمنځ دی. خو طالبان بیا بیا وايي چې د داعش ډلې ملا یې ماته کړې او دا ډله تر پخوا خورا کمزورې شوې ده.




د ایران د باندنیو چارو وزیر د دې پوښتنې په ځواب کې چې ټاکل شوې وه د ایران له لوري یو تخنیکي ټیم په کجکي بند کې د اوبو د اندازې د لیدلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي، وویل چې د ایران د سفارت او د افغانستان د باندنیو چارو وزارت ترمنځ لیکونه تبادله شوي، د پلاوي د سفر پر وخت هم موافقه شوې او ژر به ایرانی پلاوی افغانستان ته لاړ شي.


ایران تر دې څو میاشتې پخوا هم ویلي و چې ژر به د دوی پلاوی کجکي بند له نژدې وویني.


امیرعبداللهیان وویل چې طالبانو په پیل کې ژمنه ورکړه چې د ایران او افغانستان ترمنځ د اوبو د ۱۳۵۱ لمریز کال موافقه به عملي کړي او څو ځلې یې د بند دروازې پرانیستې خو هغوی پر خپلې ژمنې عمل ونه کړ.


ایراني وزیر، د اشرف غني تر حکومت د اوبو په برخه کې طالبان د ایران لپاره ښه وبلل او ویې ویل چې اشرف غني له یوې خوا کمال خان بند جوړ کړ او له بلې خوا یې ایران ته وویل چې له ایران څخه د اوبو په بدل کې تېل غواړي خو طالبان دا خبره نه کوي او لږترلږه په خوله وايي چې د ایران د اوبو حق مني.


د طالبانو حکومت د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په افغانستان کې د داعش او نورو ترورېستي ډلو د موجودیت ادعاوې رد کړي او ویلي، چې د افغانستان له خاورې هېڅ کوم هېواد ته خطر نه دی پېښ شوی او دوی پر وضعیت کنټرول لري.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus