په چک جمهوریت کې لوېدیځ پلوه کاندید پیټر پاول چې له اوکراین سره د مرستې ملاتړی و، له پخواني صدراعظم او میلیاردر اندرې بابیش څخه د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې وګټلې.
پاول به د میلوش زیمان پرځای د چک د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي.
د رایې ورکولو تقریباً ټولو مرکزونو د شمېرل شویو رایو له مخې پاول تر ۵۸ فیصدو زیاتې رایې ګټلې دي.
په چک کې د ولسمشرۍ دویم ځلي ټاکنې د جمعې په ورځ پیل شوې او د شنبې په ورځ پای ته ورسېدې.