Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

د طالبانو د مشر له لوري د قصاص او حدودو د جاري کېدو موضوع په وروستیو ورځو کې د ګڼو کورنیو او نړیوالو رسنیو بحثونه پارولي دي.



تېره اوونۍ د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر ولیکل چې د طالبانو لوی مشر ملاهبت الله اخندزاده له یو شمېر قاضیانو سره په کتنه کې هغو ته سپارښتنه کړې چې د ځانګړو جرمونو لپاره د شریعت له مخې احکام جاري کړي.


حدود او قصاص د شریعت هغه احکام دي چې طالبانو په نوییمه لسیزه کې هم د بېلابېلو جرمونو لپاره تطبیقول.


انډیپنډنت:


انډیپنډنت ورځپاڼې د همدې موضوع په تړاو په تخار ولایت کې ۱۹ تنو ته د سزا یادونه کړې او لیکلي چې د طالبانو د حکومت سترې محکمې هم دا خبره تایید کړې ده.


ورځپاڼه په تخار کې په عام محضر کې د ۱۹ تنو په متروکو یا شلاقو وهل د طالبانو له لوري د سختو قوانینو د بیا اجرا کېدو ښکارندوی بللی دی.


په وروستیو ورځو کې ګڼو نورو ورځپاڼو هم د طالبانو له لوري د سختو قوانینو پر اجرا کېدو لیکنې خپرې کړي او دا کار یې د طالبانو له هغو ژمنو سره په ټکر کې بللی چې دوی تر بیا واک ته رسېدو وړاندې یا د واک په لومړیو کې ورکړې وې.


طالبانو په پیل کې ویل چې د لومړۍ دورې په شان به سخت قوانین نه عملي کوي بلکې له نرمښته به کار اخلي.


طالبانو له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پورې د واک په لومړۍ دوره کې د اعدامونو یا د بدن د غړیو د غوڅولو د لیدو لپاره خلک غازي لوبغالي ته وربلل، پر نارینه وو یې په زوره ږیرې پرېښوولې، ښځې یې په کامل ډول له دولتي ادارو منع کړې وې او نجونو ته یې اجازه نه ورکوله چې ښوونځیو ته لاړې شي.


خو دا ځل طالبانو نجونو ته اجازه ورکړې چې تر شپږم ټولګي درس ووايي. د روغتیا په شان په ځینو وزارتونو کې یې هم کار ته پرې ابښي دي مګر د ډېرو په باور طالبان په تدریج د نويیمې لسیزې په شان د افراطي اقداماتو لور ته روان دي.


سټایلیسټ:


دې مسئلې ته د سټایلیسټ په نوم خپرونې هم اشاره کړې ده.


دې خپرونې، چې له بریتانیا خپرېږي، د یو شمېر افغان ښځو د مظاهرې عکس خپور کړی او هغه یې د ازادۍ لاریون بللی دی.


په دې لیکنه کې وړاندې راغلي، په تېر څه باندې یو کال کې چې طالبانو د افغانستان پلازمېنه کابل نیولی، د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د دوی بریدونه په زیاتېدو دي.


سټایلیسټ زیاتوي، که څه هم د طالبانو مشرانو په پیل کې ویل چې دوی به د تعلیم په شمول د نجونو او ښځو هغه حقونه رعایت کړي چې په سخته ترلاسه شوي دي، مګر ژر څرګنده شوه چې حقیقت داسې نه دی.


د خپرونې پر اساس، طالبانو د دې ترڅنګ چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو بې برخې کړي، دوی یو شمېر ځپونکي قوانین عملي کړي چې نجونې او ښځې په نښه کوي.

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus