د برېتانیا حکومت پرون اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د سکالرشیپ پروګرام پرانیست.
د برېتانیا د بهرنیو، کامنویلت او پراختیايي ادارې له خبرپاڼې سره سم، افغانستان د دې پروګرام مستحق پېژندل شوی او افغان محصلان اوس د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ کال لپاره تقاضا کولی شي.
دې ادارې په عین حال کې ویلي، یوازې هغه افغان محصلان تقاضا کولی چې له افغانستانه بهر دي ځکه هغه محصلان چې په افغانستان کې اوسي، ممکن امنیتي ستونزې ولري.