د طالبانو د حکومت د کانونو وزارت وايي، راتلونکې میاشت به په هرات او غور ولایتونو کې د ۸ کانونو قراردادونه لاسلیک کړي.
د دغه وزارت د ویاند عصمت الله برهان په وینا د دغو کانونو د استخراج لپاره ۲۵۰ غوښتنلیکونه ترلاسه شوي چې غور پرې روان دی.
ده دا هم وویل چې، د غوري د اوسپنې د کان د استخراج لپاره یې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو وړاندیزونه ترلاسه کړي او ژر به له ګټونکي شرکت سره قرارداد لاسلیک شي.
پر طالبانو نيوکه دا ده چې د کانونو په استخراج کې بېړه کوي چې تر ډېره يې ګټه افغانانو ته نه، بلکې ګاونډيو هېوادونو ته رسيږي.