Добавить новость
World News in Pashto


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer

ګارډین: د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته افغانان له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي 

ګارډین


له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو په نه پاملرنې یوه لیکنه خپره کړې ده. 


د بریتانیا تکړه خبریال جان سیمپسون چې کلونه کېږي له افغانستانه راپورونه ورکوي په دې مقاله کې لیکي،  له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ زیات شوی.   


لیکنه کې د بیلګې په ډول د کابل، هرات او بامیان ښارونو یادونه شوې چې بې وزله کسان په کې د ډوډۍ سوال ته په لویو کتارونو کې ناست وي.   


لیکوال ویلي، کله چی څوک دې ښارونو کې ګرځې د شرم احساس کوې، ځکه خلک یې بې وزله دي او کله نا کله د خپلو هغو لاسته راوړنو د دفاع په خاطر ان وژل کېږي چې تېرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي دي.   


له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو دا دی ۶ میاشتې ووتې، خو لیکوال انتقاد کړی چې همدې لږه موده کې امریکایي او بریتانیایي رسنیو د افغانستان وضعیت هېر کړی دی.   


جان سیمپسون لږ وړاندې تللی او د افغانستان په اړه یې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسۍ هم نیوکه کړې.


ده ویلي، ټرمپ په لوی لاس افغانستان طالبانو ته وسپاره.   


ګارډین لیکلي، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن که څه هم مجبور نه و چې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي، خو وایي بایډن هم د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړ او سرتېري یې له افغانستانه وایستل.   


د لیکوال په باور، د افغانستان د غمیزې لامل د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو داسې کمزوري په ګوته کوي چې ان د ویتنام له ماتې وروسته هم نه تر سترګو کېده.   



ګلف ټوډې


ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې د نړیوال بانک د مشرتابه هغې پرېکړې ته اشاره کړې چې ویلې يې دي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې یو میلیارد ډالر کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو ته ځانګړي کوي.   


په مطلب کې راغلي، دا پرېکړه هغه هڅې ګړندۍ کوي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.   


وړاندې لولو، دا پيسې روان ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیا رغونې له صندوقه اخیستل کېږي او د لګښت لپاره یې د ملګرو ملتونو اړوندو بشري ادارو ته سپارل کېږي.   



اکسپرېس تریبیون


اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې بیا په خپله تازه ګڼه کې روسیې ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان د همدې اوونۍ پر پلان شوي سفر تبصره کړې ده.   


لیکنه کې راغلي، اوس مهال توده موضوع د روسیې او اوکراین نانندرۍ دي، خو لیکوال ویلي، خان به د روسیې له چارواکو سره پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.   


ورځپاڼې لیکلي، پاکستان د امریکا متحد دی او دې برخه کې باید شاتګ ونه کړي، خو لیکوال ټینګار کړی چې پاکستان له روسیې سره هم خپلې اړیکې پياوړې کوي.   

Читайте на сайте


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus