د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په طالبانو تور لګولی چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې لږ تر لږه ۱۰۰ ملکیان وژلي دي.
دا خبره د دغه وزارت ویاند میرویس ستانکزي طلوع نیوز ته کړې.
د کندهار له سپین بولدکه د ملکیانو د وژنې او د خلکو د کورونو د لوټ د ادعاو په تړاو په لومړنیو غبرګونو کې د ولسمشر مرستیال امرالله صالح دا کار یو غچ اخیستونکی قتل عام یاد کړی.
ښاغلي صالح نن سهار پر خپل ټوېټر زیاته کړې چې ډېری قربانیان ورزشکاران، مدني فعالان، سوداګر او هغه خلک وو چې له دولت سره په خواخوږي تورن وو.
د افغان ولسمشر لومړي مرستیال په پاکستاني ادارو تور لګولی چې له ډېر پخوا یې دغه ښار 'سپین بولدک' ته د ډیورنډ لاین د سخت مخالف او د پولې هاخوا اچکزیو او بلوڅانو د خواخوږو په سترګه کتل.
د سپین بولدک ګڼې سیمې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په دې ډلې باندې د سپین بولدک د وروستیو پېښو په تړاو لګېدلي تورونه رد کړي.
پاکستاني چارواکو هم د سپین بولدک د دې پېښې او د افغان چارواکو د تورونو په تړاو تر دې دمه کوم غبرګون نه دی ښوولی.